د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیزو چارو د څېړنې په موخه خوست ولایت ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۲۴
fsaf

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد سویلي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام، نن له خپل ځانګړي پلاوي سره خوست ولایت ته لاړ.

په پيل کې نوموړي د خوست ولايت له پوهنې رئيس، مسئولينو او کارکوونکو سره وکتل او په ټول هېواد کې يې د ماشومانو لپاره د متوازنو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو، د ښوونیزو پلانونو، پروګرامونو او د پوهنیز کيفيت لوړولو په تړاو د تفصیلي خبرو ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، تر څو خپلې ورځنۍ چارې په پوره صداقت او اخلاص سره ترسره کړي.

همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست، د پوهنې له مسئولینو سره په ګډه، د یاد ولایت له "امداد العلوم"دارالعلوم، مرکزي دارالاېتام او نمونوي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه؛ د زده کوونکو درسي بهیر او د استادانو د تدریس طریقې یې له نیږدې وکتلې او د یادو بنسټونو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره یې، د هغوی ددرسي پروګرامونو، نظریاتو او ستونزو په اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې.

په دغو ناستو کې نوموړي د پوهنې مسئولینو ته د اغېزناکو او ګټورو مشورو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې به لازمې هلې ځلې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال د خوست ولايت په "امداد العلوم"دارالعلوم کې، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه طالب العلمان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

په دایکنډي کې د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د دایکنډي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د محلي ښوونځیو د شوراګانو ۳۳ غړو ته د ښوونې او روزنې د ارزښت او اهمیت په موخه، د پوهاوي یوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دې برنامه کې د ښوونې او روزنې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

په غور کې د زده‌کوونکو ترمنځ علمي، ښوونیزې او سپورټي سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت تیوره ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د قبه لېسې په انګړ کې، د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو د پیاوړتیا، د سالم رقابت روحیې رامنځته کولو او د ښوونځیو ترمنځ د تجربو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۷
Background image

د اسلامي زده‌کړو معین د لوړو زده‌کړو وزارت د تخصصاتو له لوى رئیس سره وکتل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو د معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده او د لوړو زده‌کړو وزارت دديني جامعاتو او تخصصاتو د لوى رئیس محترم مفتي بسم الله محمدي ترمنځ، د روان کال د. . .

BACK TO NEWS