د پوهنې وزارت سرپرست د کابل ولایت له یو باب دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۳
123

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو شمېر چارواکو په ملتیا، د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ له حضرت علي (کرم الله وجهه) دارالعلوم څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست یاد دارالعلوم ته په رسېدلو سره د استادانو او طلابو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو او ورپسې نوموړي په هغه غونډه کې چې د دارالعلوم د مسئولینو، استادانو او زده‌کوونکو سره یې درلوده، د دغه تعلیمي بنسټ د کړنو په اړه لنډ راپور آورېدلو ترڅنګ، د تعلیمي چارو لاښه والي او په اسلامي روحیې سره د هېوادبچیانو د ښوونې او روزنې په اړه د دارالعلوم استادانو او طالب‌العلمانو ته یو لړ ګټورې او ارزښتناکې لارښوونې او مشورې هم وړاندې کړې او د وړاندیزونو او ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته مهال د پورته ذکر شوي دارالعلوم چارواکو او استادانو، د پوهنې وزارت د مشرتابه له سفر  څخه د هرکلي او ښه راغلاست سربېره، د ځوانانو او زده‌کوونکو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې، د یاد وزارت د مشرتابه د پرېکړو او احکامو پلي کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS