د پوهنې وزارت سرپرست د یو رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۷
asdfsg
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او مسئولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او په یاد ولایت کې یې د پوهنې د بهیر لا پیاوړتیا په تړاو د سیمه ییزو چارواکو له ګټورو فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه نوموړي د نویو ښوونځیو جوړولو، د وېجاړو شویو ښوونځيو بیارغولو او د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزو د حل ژمنه وکړه.
باید ووایو، چې د پوهنې وزارت سرپرست هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه، د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د شته ننګونو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو سرښوونکو لپاره مسلکي غونډه ترسره شوه

د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو۱۵ تنو سرښوونکو لپاره پنځه ورځنۍ مسلکي غونډه ترسره شوه، چې موخه یې د سرښوونکو روزنه او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول دي.

BACK TO NEWS