د پوهنې وزارت سرپرست په رسمي سفر کندهار ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۱۸
215

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د تعلیمي وضعیت ارزونې او ځینو رسمي چارو ترسره کولو په موخه یاد ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د مسئولینو سره د لیدنو سربېره، د همدغه ولایت د عظیم الله، محمود طرزي او تجربوي عالي لېسو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادو لېسو د اداري، تدریسي او چاپېریالي چارو بیاکتنې پرمهال، اړوندو مسئولینو او ښوونکو ته په جلا جلا غونډو کې د افغانستان.ا.ا. د عالي مقام د مشرتابه د فرمانونو، سپارښتنو او دامربالمعروف او نهی عن المنکر له قوانینو یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د یادو فرمانونو او قوانینو په پلي کولو کې په بشپړه توګه هڅې وکړئ او په تطبیق کې یې جدي واوسي.
همدارنګه نوموړي د هېوادبچیانو د سالمې ښوونې او روزنې کیفیت پر لاپیاوړتیا ټینګار وکړ.
بلخوا؛ د یادو لېسو چارواکو او ښوونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه له سفر څخه د خوښۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دوی به د اسلامي نظام د مشرتابه او پوهنې وزارت د رهبرۍ پرېکړې او لارښوونې په دقیق او درست ډول پلي کړي او د هېواد د نوي نسل د زده کړې په برخه کې به خپلې هڅې په خورا شفقت او بشپړ اهتمام سره لاپسې زیاتې کړي.
د همدغو لیدنو په پای کې، سیمه ییزو چارواکو د وزارت مشرتابه سره یو لړ نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د پوهنې رهبرۍ له لارې ورسره د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS