د پوهنې وزارت سرپرست په یو رسمي سفر بامیان ولایت ته ورسېد

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۷
من و

د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ د یاد وزارت یو لوړ پوړی پلاوی، د بامیان ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه د لیدنې او د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه، دغه ولایت ته ولاړ.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، د یو شمېر رسمي ادارو له استازو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او د پوهنې پر اړوندو مسایلو یې نظرونه تبادله کړل.

همدارنګه نوموړی د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو او یو شمېر علماوو په ملتیا، د بامیان ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا زون له آمریت، جهادي مدرسې او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د یادو بنسټونو له مسئولینو او کارکوونکو سره یې وکتل.

د پوهنې وزارت سرپرست د بامیان ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS