د پوهنې وزارت له لوري د آنلاین راپور ورکولو سیسټم په تړاو د مرکزي ریاستونو د راپور ورکولو مسئولینو ته ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۲:۴۱
dfghj
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له لوري د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست سره په همکارۍ، د آنلاین راپور ورکولو یو ځانګړی سیسټم طرحه او په اړه یې یو ورکشاپ جوړ کړ.
د یاد ورکشاپ په پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس غلام ربي رباني، یو شمېر کارپوهانو او د پوهنې د مرکزي ریاستونو د راپور ورکولو مسئولینو هم ګډون درلود.
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس په ورځنیو چارو کې له ټکنالوژۍ څخه د ښې استفادې او د یاد وزارت د سیسټمونو برېښنایي کېدو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې له یاد سیسټم څخه په ګټې اخیستنې سره به د اسنادو ساتنې، په لېږد کې د چټکتیا او لازیاتې روڼتیا ترڅنګ، د ریاستونو ترمنځ د هغو په لېږد رالېږد کې د وخت د ضایع کېدو مخه هم ونیول شي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد سيسټم تخنيکي چارې د پوهنې وزارت په مرکزي دفترونو کې بشپړې شوې دي؛ خو د ولايتونو د پوهنې رياستونو ترمنځ د راپور ورکولو د سيسټم د بشپړېدو چارې روانې دي او په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS