د پوهنې وزارت محترم سرپرست له لوري په لوګر ولایت کې د ۵ بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۷
14

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، چې د لوګر ولایت د تعلیمي وضعیت په ارزونه او بیاکتنه بوخت دی، نن یې په یاد ولایت کې د ۵ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

۱- د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په حصارک کلي کې د بي بي عایشه ر«ضی الله عنها» ښوونځی؛

۲- په پښتون آباد کلي کې د پشتون آباد ښوونځی؛

۳- په ده مغلان کلي کې د ده مغلان ښوونځی؛

۴- په کمال خان کلي کې د کمال خان ښوونځی؛

۵- په الیاس خان کلي کې د حاجي احمد خان ښوونځی؛

د یادونې وړ ده، د هر یو ښوونځي ودانۍ له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۶ درسي ټولګي لري، چې له پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا د ۵۰ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړې شوې دي.

د پورته ذکر شویو بنسټونو د پرانیستلو په مراسمو کې، د پوهنې وزارت محترم سرپرست او مل پلاوي د شتون سربېره، د یاد وزارت د مهمو څانګو رئیسانو، د ځینو سیمه ییزو ادارو چارواکو او د همدغه ولایت یو شمېر محترمو علماءکرامو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS