د پوهنې وزارت محترم سرپرست لوګر ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۱۳
uy

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د تعلیمي پروژو ارزونې او د پوهنې اړوند ځینو تاسیساتو پرانیستلو په موخه د هېواد سویل‌ختیزو ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، نن لوګر ولایت ته ورسېد.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې، د لوګر ولایت چارواکو، پوهنې مسئولینو او یو شمېر علماءکرامو سره په لیدنه کې، د تعلیمي ‌ډګر په پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او د ننګونو د حل په اصلي لارو چارو یې سلا مشورې او نظرونه تبادله کړل.

له بلې خوا د لوګر ولایت چارواکو د تعلیمي سیسټم لاپیاوړتیا او د ښوونیزو ستونزو حل په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت محترم سرپرست د همدغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ادارو له مسئولینو سره یې له نږدې وکتل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ پوهنې آمریت کې د لمریزې برېښنا سیستم فعال شو

د کاري او اداري چارو لاښه والي په موخه، د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ پوهنې آمریت اړوندو کارکوونکو په مالي ملاتړ او همکارۍ، د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیستم فعال او ګټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي

د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ  اړوند دره‌ بید لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا د رئیس الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري په مشرۍ پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې له غړو سره په. . .

BACK TO NEWS