د پوهنې وزارت مشرتابه او د نړیوال بانک (WB) استازو د اقرا پروژې پلي کیدو څیړلو په موخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۰:۵۳
د پوهنې وزارت مشرتابه او د نړیوال بانک (WB) استازو د اقرا پروژې پلي کیدو څیړلو په موخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه په سویلي آسیا کې د نړیوال بانک ښوونې او روزنې مسئول او راغلو استازو د پوهنې په برخه کې د یاد بانک د پروژو پرمختګ او پلي کیدو څرنګوالي په موخه، په ځانګړي ډول د ښوونځیو جوړولو په برخه کې خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ډاکتر میرویس بلخي د ښوونې او روزنې په برخه کې د اقرا پروژو د ژر پلي کیدو غوښتونکی شو.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ټینګار وکړ چې د ښوونځیو جوړولو او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه اړتیا ده چې نړیوال بانک له مونږ سره ګام په ګام مخته ولاړ شي ترڅو په خپل وخت د یادو پروژو د پلي کیدو لیدونکي واوسو.
پوهنې وزیر همدارنګه د پوهنې،کلیو جوړولو او پراختیا وزارت او نړیوال بانک تر مینځ د یادو پروژو د ژر پلي کیدو په موخه د همغږي غوښتونکۍ شو.
په سویلي آسیا کې د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوال بانک مسئول کرسیتین آئدو په دې لیدنه کې د اقرا پروژو د پلي کیدو د یو شمیر ننګونو د څرنګوالي تر څنګ ژمنه وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې به د یاد بانک پروژې په بریالیتوب سره تر سره شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ښوونې او روزنې پراختیا لپاره د نړیوال بانک له لوري ۲۹۸ میلیونه ډالره مرسته شوې چې د ښوونځيو جوړولو او د ښوونې او روزنې ښه والي په موخه به ولګول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

په ټولنه کې د سواد کچې لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ کړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له راستنېدونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ، د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۳۴۵ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه چې د ولایتي پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۴۳
Background image

فاریاب ولایت کې د بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد او د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس په حضور کې، د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ په رسمي. . .

BACK TO NEWS