د پوهنې وزارت په اسلامي زدهکړو معینیت کې د توضیحي غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د وروستي فرمان په تړاو توضیحي غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اسلامي زدهکړو معینیت د استعدادونو ارزونې رئیس او مبلغ محترم مفتي عبدالولي سداد، د اطاعت د اهمیت، اغېز او اړتیا په اړه خبرې وکړې او د اسلامي نظام د مشروع فرمانونو پر اطاعت او منلو یې د اسلامي زدهکړو معینیت پر ټولو کارکوونکو ټینګار وکړ.
