د پکتیا د پوهنې ریاست او پاملرنې موسسې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا پوهنې ریاست او پاملرنې مؤسسې تر منځ د ۱۳ نویو چټکو زده کړو محلي ټولګیو د فعالیت هوکړه لیک لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک له مخې به د مرکز اړوند هغه سیمې تر پوښښ لاندې نیول کیږي، د کومو سیمو چې کوچني ماشومان له زده کړو په واټن کې پاتې وي. د دې پروګرام له مخې به زده کوونکي دوه ټولګي زده کړې په یوه کال کې کوي چې دا لړۍ به ۳ کاله دوام مومي او وروسته به د پوهنې ریاست اړوند په یو ښوونځي کې په ۷م ټولګې کې زده کړې کوي.
د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی د پاملرنې موسسي د مسوولینو څخه په مننې سره د یادې مؤسسې فعالیتونه وستایل او له دوی یې د لا همکاریو او مرستې غوښتنه وکړه.
د پاملرنې مؤسسه نه یواځې ځینې محلي ټولګي تمویلوي، بلکې له دې وړاندې یې په بیلابیلو ښوونځیو کې د خونو، احاطوي دېوالونو جوړول او د لابراتواري موادو په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ کړې دي.
