د پکتیا ولایت دیني علماوو او قومي مشرانو د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معين سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۳۱
۲۳

د پکتيا ولايت سيد کرم ولسوالۍ ولسوال علي محمد مجاهد او د يادې ولسوالۍ يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې له معين مولوي صبغت الله وصيل سره وکتل.

په ياده کتنه کې ولسوال او د يادې ولسوالۍ مشرانو د خپلو ښوونيزو ستونزو لکه، د مسلکي ښوونکو د کمښت، د ښوونځيو د ترميم او مناسب تعليمي چاپېريال، د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د نشتوالي په اړه يې د پوهنې وزارت له سرچينو او ادارې له معين سره تفصيلي خبرې وکړې او د یادو ستونزو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د پوهنې وزارت معين د یاد ولایت سید کرم ولسوالۍ قومي مشرانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دوی ستونزې او اړتیاوې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د یاد وزارت له امکاناتو سره سم به د اړوندو ستونزو په حل کې اقدام وکړي.

همدارنګه نوموړي د پکتيا ولايت اوسېدونکو د وطن دوستۍ او پوهنې له احساس څخه خوښي څرګنده کړه.

غونډه د هېواد د آبادۍ په دعائيې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS