د پکتیکا د تعلیمي مرکزونو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، په مرکز شرنه ښار کې د ۱۸ بابه ښوونځیو او مدارسو د زدهکوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل کړې.
د یادو سیالیو اساسي موخه د زدهکوونکو روغتیا ته وده ورکول، د دوستۍ روحیې پیاوړتیا، د زدهکوونکو او ځوانانو ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړول دي.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: هڅې روانې دي چې د اسلامي او معیاري زدهکړو سربېره د زدهکوونکو لپاره مناسب سپورټي او صحي تفریحي چاپېریال چمتو کړي.
تمه کېږي چې دغه سیالۍ به څو ورځې دوام وکړي او په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته ځانګړې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شي.