د پکتیکا د پوهنې ریاست لخوا میاخان کاکا ته د اتل لقب ورکړل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۵:۵۳
د پکتیکا د پوهنې ریاست لخوا میاخان کاکا ته د اتل لقب ورکړل شو

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې د ډندنک سیمې اوسیدونکي میاخان کاکا د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د پوهنې په ریاست کې جوړه شوي وه ، د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق نوموړی کس دلوڼو د زده کړو اتل وباله او زیاته یې کړه چې هر پلار باید د خپلو اولادونو لپاره اتل شي تر څو د خپلو بچیانو حق اداء کړي .
همدارنګه نوموړی دولایت محترم مقام او پوهنې ریاست لخوا په مادي او معنوي توګه وستایل شو او همدارنګه د نوموړي کس (میاخان کاکا) په نوم ددوی په کلي کې نږدې دیو مکتب د جوړېدو ژمنه وشوه.
۶۳ کلن میا خان کاکا ځکه اتل بلل کېږي چې دې هره ورځ خپلې دری لوڼې تر ١٢ کیلو متره لیري پدې امید چې لوڼې یې ډاکترانې شي ښوونځي ته بیایې او وروسته یې راولي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS