د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو محترم معین سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۸
sczxc

د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره په کتنه کې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
لومړی د پوهنې وزارت محترم معین مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ټولنې د اصلاح په برخه کې د علماءکرامو فعالیتونه ګټور وبلل او د هغوی ستاینه او قدرداني یې وکړه.
ورپسې یو تن دیني عالم د نورو په استازیتوب، د پوهنې له محترم معین سره د ملاقات په هکله رضایت څرګند کړ او د خپل اړوند ولایت د ښوونیزو او روزنیزو ادارو، په ځانګړې توګه د اسلامي زده‌کړو په مرکزونو کې د یو شمېر ستونزو په اړه یې د وزارت له مشرتابه سره معلومات شریک کړل، چې د اسلامي زده‌کړو محترم معین له لوري ورسره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه.\

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS