د ښوونيز نصاب ریاست اړوند ٣ خالي تخصصي بستونه

mashal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۱۳
Image

Publish Date

Closing Date

Location

Mohammad Jan Khan watt-Kabul Afghanistan

.پوهنې وزارت په پام کې لري، چې خپل درې (۳) تخنیکي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د شپږو (۶) کاري ورځو لپاره اعلان ته وسپاري
دغه بستونه د ښوونځیو د ثانوي دورې د درسي کتابونو او د ښوونکو د لارښودونو د تألیف، د اړینو کړنلارو او لارښودونو د تدوین او د اړوندو چارو د ترتیب، تنظیم او جوړښت د ښه والي په موخه په پام کې نیول شوي، ترڅو وړ، مسلکي او بااستعداده کسان د بشپړې روڼتیا په رعایتولو سره جذب شي.
ټول هغه غوښتونکي چې د یادو بستونو شرایط او معیارونه پوره کوي او په اړونده برخه کې بشپړ تخصص لري، کولای شي، نوم‌لیکنه وکړي او خپل اسناد، لکه د غوښتنلیک فورمه، تحصیلي اسناد، د کاري تجربې اسناد او د تذکرې کاپي، په حضوري ډول د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د پروژوي کارکوونکو استخدام آمریت ته وسپاري.
د اسنادو د سپارلو ځای: د دهبوري څلورلارې ته نږدې، د نصیب رستورانت کوڅه.
د غوښتنلیکونو د سپارلو موده: د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادي‌الاول له ۱۷مې (د ۱۴۰۵ لمريز کال د لړم/عقرب ۷مه) څخه د همدې میاشتې تر ۲۲مې (د ۱۴۰۵ لمريز کال د لړم/عقرب تر ۱۲مې) پورې.
یادونه: هغه غوښتنلیکونه چې د اعلان د مودې له پای ته رسېدو وروسته وسپارل شي، نه منل کېږي.

د پوهنې وزارت
 د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Documents

د غوښتنلیکونو فورم
لایحه وظایف بست های خالی

Related VacanciesShow all

Back to vacancies