د ښوونځیو او ښوونيزو مرکزونو د پرانيستل کیدلو په اړه د پوهنې وزارت طرحه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۸:۸

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د بیا پرانیستلو پلان د افغانستان اسلامي جمهوري د کابینې لخوا د ۲۰/۰۵/۱۳۹۹ نیټې په غونډه کې تصویب شوه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونې، موجودې آسانتیاوې او د کیفیت او غوره ښوونې او روزنې تامین په پام کې نیولو سره منظور شوی.

د دې پلان له مخې، په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې حضوري درسونه به د ځانګړي وضعیت لاندې د وږی میاشت له لومړۍ نیټې څخه پیل شي.

• په سړو سیمو کې د یوولسم او دوولسم ټولګیو زده کونکو ته حضوري زده کړې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو سره سم پیل کیږي.

• د شپې متوسطه او لیسې (اووم ، اتم ، نهم ، لسم ، یوولسم او دولسم ټولګي) د زده کونکو لپاره زده کړې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو سره سم پیل کیږي.

• د خصوصي ښوونځيو ابتدائیه، متوسطه، او ليسو حضوري درسونه د صحي امکاناتو او تجهیزاتو د درلودو له امله پیل کیږي.

• خصوصي ښوونځي باید د روغتیایي لارښوونو د رعایت کولو ضمانت خط د پوهنې وزارت سره شریک کړي.

• د پوهنې وزارت په خصوصي تعلیمي ادارو کې د روغتیایي لارښوونو پلي کول څاري او له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.

• د دارالمعلمینو، دارالعلومو، دینی مدارسو، د سواد زده کړي مرکزونه او د خصوصي تعلیمي مرکزونو حضوري درسونه به د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره پیل کیږي.

د کمکي درسونو پروګرام به د معارف تلویزیون، راډیو او ویب سایټ (Marif.Af) له لاري نشر کیږي او محدودې درسي غونډې به د حضوری درسونو د پیل پوري دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS