د کابل ولایت په ښوونیزو بنسټونو کې اداري کارکوونکو ته مسلکي روزنیزه ناسته ترسره شوه
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو ۶۶ تنو مدیرانو، آمرینو او اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې، راپور لیکنې او اجراآتو ارزونې د کړنلارې په برخو کې درې ورځنۍ روزنیزه ناسته ترسره شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د دغې روزنیزې برنامې موخه د مدارسو او ښوونځیو د مدیرانو، آمرینو او اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا او د اداري او مدیریتي مهارتونو لوړول دي.
