د کابل ښار  اړوند عبدالرحمن پژواک عالي لېسې په انګړ کې د زمري ۲۴مه (د فتحې ورځ) ونمانځل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۲۱
9595

د کابل ښار پوهنې ریاست آتمې ښوونیزې ناحیې اړوند د عبدالرحمن پژواک عالي لېسې په انګړ کې د زمري ۲۴مه؛ (د اسلامي امارت د مېړنیو م/جاهدینو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د يو لړ شانداره مراسمو  په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په یاده نمانځغونډه کې د کابل ښار پوهنې رٸيس محترم مولوي حسيب الله صاحب زاده،  د اتمې، نهمې، دولسمې او شپاړسمې ښوونیزو ناحیو اړوندو مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې برخې یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود٠
د غونډې په پيل کې د کابل ښار پوهنې رٸيس محترم مولوي حسيب الله صاحب زاده ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ،  ټول مسلمان ملت ته د زمري ٢٤مې تاريخي ورځې مبارکي وويله او زياته يې کړه:"لله الحمد ، اوسمهال په ټول ملک کې سرتاسري امن تامين، د ديني او ساينسي تعليمي مرکزونو ترمنځ واټن ختم او په پراخه کچه په ټول هېواد کې د عمراني پروژو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي او مونږ بايد د دغو ټولو نعمتونو شکرانه اداء کړو٠"
همدارنګه په غونډه کې يو شمېر نورو ویناوالو د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه او تاریخي ورځ وبلله او د ملک د خپلواکۍ،  یووالي، سولې، ثبات او ارزښتونو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
همداراز، ګډونوالو د هېواد د راتلونکي نسل د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونکو او تعلیمي بنسټونو رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د ملک د پرمختګ او ابادۍ لپاره د علم، پوهنې او مسلکي ظرفیتونو پیاوړتیا خورا اړینه ده.
د نمانځغونډې په جريان کې د زمري ۲۴مې ورځې په مناسبت د زده کوونکو لخوا د ترانو په ويلو سربېره بېلابېل سپورټي فعاليتونه، ویناوې، فرهنګي، علمي او ښوونیزې لاسته راوړنې او برنامې نمايش ته وړاندې شوې، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدلې٠
ياد پرتمين او شانداره مراسم د ملک د هراړخيزې سوکالۍ او ځان بسياينې په مبارکې دعاٸيې سره پاى ته ورسېدل٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS