د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د لسمو ټولګيو له زده کوونکو څخه د اخيستل شويو" يو شان او متمرکزه معياري ازموينو" پايلې له اړوندو ادارو سره شريکې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۵۲
251251

د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معينيت په نوښت، تېر کال د کابل ښار په کچه د ا/مارتي او خصوصي ښوونځيو د لسمو ټولګيو له شاوخوا ٣٧٠٠٠ تنه زده کوونکو څخه يو شان او متمرکزه معياري ازموينې واخيستل شوې، چې نن يې پايلې د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين د معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ځينو مرکزي رٸيسانو، مسوولينو، د ښوونې او روزنې کارپوهانو او د ښوونځيو د استازو په حضور کې له اړوندو ادارو سره شريکې شوې٠
په همدې مناسبت د پوهنې وزارت ساينس مرکز رياست د غونډو په تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال، مسوولينو د يادو ازموينو د راتلونکي بهير پلي کولو، پراختيا او لا پياوړتيا په اړه مفصلې مشورې ترسره او نظرونه تبادله کړل.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين محترم معين، د يو شان او متمرکزه معياري ازموينو د ښه تطبيق په برخه کې له ټولو ښکېلو ادارو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار وکړ، چې دغه پروسه د پوهنيز کيفيت په لوړوالي کې کليدي نقش لري٠
د چارواکو په خبره، د پورته ذکر شويو ازموينو اساسي موخه د ښوونيز او روزنيز کيفيت پياوړتيا، د ارزونې په بهير کې د روڼتيا بشپړ تامين او په نتايجو کې له هر ډول لاسوهنې مخنيوی بلل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د دغو ازموينو لړۍ به نه يوازې په کابل، بلکې د هېواد نورو ولايتونو ته هم وغځول شي، ترڅو د يو واحد، عادلانه او اغېزمن څارنيز سيسټم بنسټ کېښودل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS