د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د بوکسېنګ سیالۍ پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۱۰
20

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت د طرحې پر بنسټ، د کابل ښار د ښوونځیو سټورټي لوبغاړو ترمنځ د بوکسېنګ سیالۍ د یو شمېر چارواکو، سپورټي ښوونکو، زده‌کوونکو او مینه والو په حضور کې پیل شوې.

یادې سیالۍ چې ټولټال ۲۰ تنه لوبغاړي به پکې برخه واخلي، د بوکسېنګ په برخه کې د غوره څېرو ټاکنې په موخه پیل شوې دي او پلان شوې ده چې د دې سیالیو ګټونکی به ملي ټیم ته وګمارل شي.

د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې، چارواکو په خپلو ویناوو کې یادونه وکړه چې د پوهنې وزارت د ځوانانو روغتیا او تندرستي ته جدي پام کوي او د سپورټ لوبو ته د هغوی هڅولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS