د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ښوونکو ته علمي او مسلکي برنامه پیل شوه
د ښوونیز او روزنیز بهیر لا چټکتیا او اغېزمنتیا، د تدریسي بهیر پیاوړتیا او د ښوونیز نظام پراختیا په موخه، د یوه همکار بنسټ له لوري د کابل ښار د ښوونځیو ۲۵۴ ښوونکو ته علمي او مسلکي برنامه پیل شوه.
د کابل ښار پوهنې مسوولینو له یادې برنامې څخه لیدنه وکړه او د ښوونکو د روزنې او وړتیا لوړونې بهیر یې له نږدې وڅاره.
