د کابل ښار د پوهنې رئیس د یونسیف ادارې له مسئولینو سره د ښوونځیو د ترمیماتي پروژو د تطبیق په اړه د همغږۍ غونډه تر سره کړه
د کابل ښار د ښوونځیو لپاره د یونسیف ادارې له خوا د عصري تشنابونو جوړولو، د څښلو د اوبو د څاه ګانو دکېندلو او په نورو ترمیماتي برخو کې ۲۳ پروژې منظورې شویدي، چې د یادو پروژو د ښه او چټک تطبیق په موخه د کابل ښار د پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب د یونسیف ادارې د ساختماني شرکتونو له مسئولینو سره د همغږۍ په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په سر کې د یونسیف ادارې مسئولینو د یادو پروژو په اړه د کابل ښار پوهنې رئیس ته د اړینو معلوماتو ورکولو تر څنګ له نوموړي څخه د پروژو د تطبیق په برخه کې د مرستې او همکاري غوښتنه وکړه او له خپل لوري یې هم ورته اطمینان ورکړ چې د یادې ادارې مسئولین او انجنیران به پدې برخه کې خپلې هلې ځلې نه سپموي. ورپسې ښاغلي خطاب د دوی له راتګ او همکاریو څخه د مننې تر څنګ پدې برخه کې لومړی د پوره همکاری ژمنه وکړه او بیا یې له دوی او د اړوندو شرکتونو له مسئولینو څخه د یادو پروژو دښه او پر ټاکلي وخت تطبیق په برخه کې د جدي همکاري غوښتنه وکړه، نوموړي همدا راز د کابل ښار د پوهنې ریاست انجنیری ټیم ته هم لارښوونه وکړه تر څو په اصولي ډول د یادو پروژو له تطبیق څخه په دقیق ډول او ټاکلي وخت نظارت او څارنه ترسره کړي.
