د کابل ښار د ښوونیزو بنسټونو اداري مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو
د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیزو بنسټونو د ۲۰۰ تنو اداري مدیرانو او سرښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه درې ورځنی علمي او مسلکي سیمینار پیل کړ.
په دغه سیمینار کې به اداري مدیرانو او سرښوونکو ته د اغېزمنې ادارې مدیریت، نویو تجربو، معاصرې تدریس لارې، علمي زدهکړو او اړینو معلوماتو په برخو کې روزنه او لازم معلومات وړاندې شي.
