د کابل ښار په بي بي حوا عالي لېسه کې یو جومات پرانیستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۵۹
dsfg

 د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اړوند د بي بي حوا عالي لېسې آمر، ښوونکو او زده کوونکو په خپل شخصي لګښت، د يادې لېسې لپاره يو جومات، د اوداسه خونه، کتابتون او روغتيايي مرکز جوړ او د یاد ښار د پوهنې رئیس، مسئولینو،علماوو، مشرانو او د خلکو د استازو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني د بي بي حوا لېسې له پرسونل څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د جوماتونو جوړول د اسلام له نظره صدقه جاریه عمل وباله.                                                                                                                                                   ويناوالو هم په دې اړه خبرې وکړې او له شتمنو خلکو يې وغوښتل، تر څو د هېواد د پوهنې په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS