د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې یوه ښوونځي لپاره د غونډو تالار جوړ شو
د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند رابیا عالي لېسې لپاره د غونډو یوه تالار جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یوه علمپرور شخصیت په مالي ملاتړ د ۴۰۸ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړې شوې.
یاد تالار د پوهنې مسوولینو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
