د کابل ښار پوهنې ریاست
د کابل ښار د پوهنې ریاست د رئیس مولوي احسان الله خطاب صاحب لنډ ژوند لیک
د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي احسان الله«خطاب» صاحب د نجیب الله صاحب زوی، په ۱۳۵۵ هـ ش کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالي د حاجي خیلو په کلي کې زېږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپلې کلي په جامع مسجد او منځنۍ زده کړې یې د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو کې ترسره کړیدې. په ۱۳۷۷هـ ش کال د امداد العلوم په ستره علمي جامعه کې ورته د اسلامي نړۍ د ستر عالم شیخ الحدیث شهید مولانا محمد حسن جان«رحمه الله تعالی» په مبارکو لاسونو له دیني علومو څخه د فراغت پګړۍ ور په سر کړای شوېده.
تر فراغت وروسته یې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱- د پلچرخي په لوی زندان کې د بندیانو د دیني علومو د استاد په توګه.
۲- د هیواد په شمالي سیمو کې مسلحانه جهادي فعالیتونه.
۳-د کورنیو چارو وزارت د لوجستیک ریاست د خریداري د عمومي آمر په توګه.
۴-د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي د ولسوال په توګه.
۵-په معسکراتو کې د فکري او عقیدوي درسونو د استاد په توګه.
۶-په استشهادي کنډکونو کې د استاد په توګه .
۷-د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالي د ولسوال په توګه.
۸-د کانونو او صنایعو کمېسیون د جنوبي حلقې د مسئول په توګه.
۹-د ختیځ زون د نظامي کمېسیون د غړي په توګه.
۱۰-په کاپیسا، ننګرهار، پکتیا او کونړ ولایتونو کې مسلحانه جهادي فعالیتونه.
۱۱-د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د ختیځې حلقې د مسئول په توګه.
۱۲- اوس مهال د کابل ښار دپوهنې ریاست د رئیس په توګه.
محترم مولوي خطاب صاحب جید دیني عالم، مدرس،مبلغ او مبارز شخصیت دی. په دیني مدارسو، ښوونځيو او معسکراتو کې یې د ځوان نسل د فکري تنویرلپاره زیاتې هلې ځلې کړیدي، څوځله یې دامریکایانو د اشغال او د هغوی له لوري د مقدساتو د توهین په وړاندې د عکس العمل په توګه لاریونونه هم ترتیب کړیدي، د اهل خیر اشخاصو په مرسته یې د مجاهدینو او شهیدانو ډیرو کورنیو ته مالي مرستې رسولې دي. الله تعالی دې د نوموړي ټول خدمتونه په خپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي .آمین .