د کابل ښار پوهنې ریاست د همدغه ریاست د تأسیساتو او املاکو عمومي مدیریت د نقشې له مخې د ځینو ښوونځيو ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري
Publish Date
Closing Date
د کابل ښار پوهنې ریاست د همدغه ریاست د تأسیساتو او املاکو عمومي مدیریت د نقشې له مخې، د محمود هوتکي، وزیر محمد اکبرخان هلکانو، امالبنین نجونو، محمود طرزي، سرآسیاب نجونو، بيبي مهرو هلکانو، خلیلالله خلیلي، محمد فقیر فیروزي، شهرک ملي او دهکیپک نجونو لېسو د ودانیو، تشنابونو، سپټیک څاهګانو، ایزوګام، رنګمالۍ، د اوسپنیزو چتونو ترمیم، کانکریټ اچونې او د ښوونځیو د احاطوي دېوالونو ترمیم او جوړولو ته اړتیا لري.
هغه ودانیز شرکتونه چې د یاد قرارداد د ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۰ کاري ورځو پورې خپلې غوښتنلیکونه د کابل ښار د پوهنې ریاست تدارکاتو مدیریت ته، چې د کارته چهار سیمې اړوند په غزني سرای کې موقعیت لري، وسپاري؛ شرطپاڼه ترلاسه او مطالعه کړي.
