د کابل ښار پوهنې سرپرست د يوشمېر ښوونځیو له پروګرامونو څخه لیدنه وکړه.

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۴۱
123

 د کابل ښار د پوهنې سرپرست او د ښوونې او روزنې آمر عبدالوکیل الهام، د ياد ښار د ښوونځیو له پروګرامونو څخه د لیدنې په ترڅ کې داځل د لسمې او دولسمې ناحیې د څلورنيم مياشتنيو آزموینو له بهير څخه څارنه وکړه او د آزموینو په نظم، شفافيت او روڼتيا يې ټینګار وکړ.
 د یو بل خبر له مخې:
 د کابل ښار پوهنې سرپرست د ښار د ښوونځیو د فوټبال له پای لوبې څخه چې د اماني لېسې په سپورتي میدان کې ترسره شوه، لیدنه وکړه.
 د يادونې وړ ده، چې د کابل ښار د ښوونځيو د ورزشي ټېمونو د فوټبال لوبې د يادو ټېمونو د زده کوونکو تر منځ له سختې سيالۍ وروسته اوس د لسمې ناحيې ښوونځيو د زده کوونکو ټېم، په لومړي مقام او د لومړۍ او شپږمې ناحیې د ښوونځيو د زده کوونکو ټېمونه په ترتیب سره دویم او درېيم مقامونه خپل کړي دي؛ چې ګټونکي ټېمونه د کابل ښار د پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د ډالیو او کپونو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS