د کندهار د پوهنې رئیس د دغه ولایت د پوهنې له رئیس او مسؤلینو سره مشورتي غونډه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۰:۳۰
د کندهار د پوهنې رئیس د دغه ولایت د پوهنې له رئیس او مسؤلینو سره مشورتي غونډه وکړه

کندها د پوهني ریس مفتي قدرت الله الوصال په ولسوالیو کي د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا او د منظم اداري سسټم د رامنځته کیدو په موخه د ولسوالیو د پوهني د امرینو سره ناسته ترسره کړل.
 یاده ناسته چي په مالي او اداري امریت کي ترسره سول د ولسوالیو د پوهني امرینو، د اسلامي زده کړو امر مولوي نعمت الله صاحب، د ښاري ښوونځیو ، ښاري نظارت او سیواد زده کړي امرینو هم ګډون کړی و.  ښاغلي الوصال لومړی د ټولو امرینو څخه مننه وکړل چي په ولسوالیو کي یی پوهنیز بهیر په ښه توګه روان ساتلی دی او لار ښوونه یې وکړل تر څو د لا پیاوړتیا په موخه یې نور اقدامات هم ترسره کړي ترڅو وکولای سو ټولو ماشومانو ته د اسلامي او عصري زده کړو زمینه برابره کړو دغه راز یې زیاته کړل چي د ښوونځیو څخه خپل نظارت زیات کړي ترڅو مسؤلین او ښوونکي خپلو دندو ته لا پاملرنه وکړي.
  د پوهني امرینو ښاغلي مفتي قدرت الله الوصال ته ډاډ ورکړ چي دوی به د ورسپارل سوي مسؤلیت له مخي خپلو دندو ته پاملرنه زیاته کړي تر څو له یو اړخه مسؤلیت په ښه توګه ادا سوی وي له بل اړخه زده کوونکو ته د وړ زده کړي زمینه برلبره سوې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS