د کندهار له پوهنې ریاست څخه لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۱۰:۹
خبرهای مختصر ریاست معارف کندهار

د کندهار ولايت د پوهنې رياست د رهبرۍ په لارښوونه د دغه ولايت د ښوونځيو او مدارسو له زده کوونکو څخه د سیرت النبي (ص) ازموينه د پوهنې رياست داسلامي زده کړو آمریت په تالار کې واخيستل شوه .
 د اسلامي زده کړو د آمر مولوي نعمت الله الفت په وينا د دې سياليو له ترسره کېدو يې موخه د ښوونځيو او مدارسو ترمنځ واټن لرې کول دي.
د کندهار ولایت د ښار د څارنې آمر حافظ مولوي محمد عثمان روحاني د احمدشاه بابا عالي لېسې اداري او تدریسي چارې یې وڅېړلې او په اداري چارو کې یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د پوهنې آمر مفتي عبدالواحد احمد سعيد د دې ولسوالۍ د شاداد کاريز لېسې له اداري او ښوونيزو فعاليتونو څخه لیدنه وکړه  او همدا ډول په دې ولسوالۍ کې یو ښوونځی ، چې پخوا د ستونزو له امله تړل شوى و، بېرته پرانيستل شو.
د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د پوهنې او د څارنې آمرینو  په دې ولسوالۍ کې له امانيه ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه او د دې مدرسې د اداري او تدريسي چارو د کتلو پر مهال يې د ستونزو په حل کې د مرستو ژمنه وکړه.
د کندهار ولایت په میوند بالا کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست یو شمېر هغه ټولګي چې د OCCD موسسې له خوا یې ملاتړ کېږي، تر څارنې او ارزونې لاندې نیول شوي او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې خپل ټول فعالیتونه د پوهنې وزارت د طرزالعملونو په رڼا کې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS