د کنړ د پوهنې ریاست اړوند د محلي ټولګیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۲۰
د کنړ د پوهنې ریاست اړوند د محلي ټولګیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې له لوري، خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او نورګل ولسوالیو د پوهنې امریتونو اړوند محلي ټولګیو ته د درسي موادو کیټونه ووېشل شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د پوهنې رییس مجیب الرحمن، مولوي نجیب الله حقیار، نرنګ د پوهنې امر احسان الله، د څوکۍ د پوهنې امر او د (Save The Children) نړیوالې مؤسسي د تعلیمي برخې مسؤل تکبیرالله عزیزي برخه اخیستې وه.

د پوهنې رییس استاد مجیب الرحمن همدرد د (Save The Children) نړیوالي اداری نه مننه وکړه زیاته یی کړه: چې (Save The Children) نړیواله مؤسیسه د پوهنې ریاست سره په همغږۍ او ګډ کار کوې، ترڅو هغه ماشومان چې د داخلي جنګونو له امله راکډه شوي او یا هغه ماشومان چې ښوونځي ته لاس رسی نه لري هغوی ته په خپل کلي کې محلي ټولګي جوړ او د تعلیم زمېنه ورته برابره وي.

د پوهنې رییس زیاته کړه چې د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې د پوهنې ریاست د نظارت لاندې په څلورو ولسولیو کې ۱۰۰ محلي ټولګي جوړ کړې، چې پکې ۳۶۷۵ تنه نجوني او هلکان زده کړي کوي.

په یادو مراسمو کې مولوي نجیب الله حقیار او د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې د د تعلیمي برخې مسؤل تکبیرالله عزیزي هم خبرې وکړې او دغه پروګرام يې د بې ځای شوو ماشومانو لپاره ډېر اړین وګڼو او غږ یې وکړ، چې له دغه فرصت څخه سمه ګټه واخئ، ترڅو د تعلیم په ډکر کې د نورو هېوادونو سره سیال شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS