د کونړ ولایت پوهنې رئيس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۷
ffffffgh

د کونړ ولایت پوهنې رئيس مولوي محب الله حیدري د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د لیدنې پر مهال، د یاد ریاست د پرمختګونو او کاري ستونزو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

د یادې ناستې په دوام، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د وړاندیزونو او د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې به د همدغه ریاست له مشرتابه سره همکاري وکړي.

په پای کې پوهنې رئیس د اسلامي زده کړو له معین څخه مننه وکړه، چې د خپلو کاري بوختیاوو سره سره یې د لیدنې لپاره خپل وخت ځانګړی کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د چین هېواد سفیر د پوهنې وزارت له ساینس مرکز ریاست څخه لیدنه وکړه

په هغه غونډه کې چې د چین هېواد سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، ځینو مرکزي رئیسانو او مسئولینو سره درلوده، په ترڅ کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي واحدونو د همغږۍ او روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

هغه درې ورځنی مسلکي ورکشاپ چې د پوهنې وزارت خدماتو ریاست له لوري، د ولایتونو پوهنې ریاستونو خدماتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه پیل شوی و، نن پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ په. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د سرپل ولایت ښوونځیو لپاره د ۶۰۰ پایو مېزونو او څوکیو وېش لړۍ پیل شوه

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د دغه ریاست له خوا د زده کوونکو لپاره د زده کړو آسانتیاوو برابرولو او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، ۳۰۰ پایې مېزونه. . .

BACK TO NEWS