د DRC موسسې مرستیال د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د DRC موسسې مرستیال احمد ضیاء مایار د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره په لیدنه کې لومړی د یادې موسسې په فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې دغه موسسه د نړۍ په ۴۰ هیوادونو کې فعالیت لري، له ۱۹۹۸م کال را هیسې یې په افغانستان کې هم فعالیت شروع کړیدی، د اوس لپاره د افغانستان په ۸ ولایتونو د دوی ۳۵مسلکي ټیمونه د ماین پاکي چارې سرته رسوی. نوموړي زیاته کړه چې یاده موسسه د ماین پاکي او په دې اړه د عامه پوهاوي، ټولنیز مصئونیت، په بیړنیو حالاتو کې له پېښو څخه اغیزمن شویو خلکو ته د مرستې رسولو، اقتصاد او روغتیا په ډګرونو کې فعالیت لري.
د پوهنې سرپرست وزیر د یادې موسسې فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت چمتو دی چې په ښوونځیو او نورو تعلیمي مراکزو کې د ماینونو په اړه د یادې موسسې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته زمینه مساعده او په دې برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.
