زابل کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ دښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ ترسره شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۳:۳۰
زابل کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ دښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ ترسره شوې

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ دزابل د پوهنې ریاست لخوا د یاد ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو تر منیځ علمي سیالۍ تر سره شوي.
په هغه غونډه کې چې په همدې تړاو د پوهنې ریاست دغونډو په تالار کې جوړه شوه وه، د زابل دپوهنې رییس نصرالله زاهد دخبرو په تر څ کې وویل: چې خپلواکي او استقلالیت د یوه هېواد او ملت له غوره ارزښتونو څخه شمېرل کیږي.
زاهد د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۰ مې کلیزي په هکله د شاه غازي امان الله خان پر هغه معارف دوسته هڅو رڼا واچوله چې په خپله واکمنۍ کې يې د هېواد او زده کوونکو لپاره کړي وو.
یاده سیالۍ د شاجوی د باباهوتک لومړی نمبر او دوهم نمبر لېسو او همدا شان د مرکز کلات د شیخ متي او ترنک لېسو د زده کوونکو تر مینځ ترسره شوې 
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د دواړو لورو زده کوونکو ته نقدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې او ژمنه وشوه چې دا ډول نوري عملي سیالۍ به بیاهم د مرکز کلات او ولسوالیو زده کوونکو ترمنځ په لاره اچوي ترڅو د ښوونځیو ترمنځ همغږۍ او د زده کوونکو ترمنځ پېژندګلوي رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS