سرکانوکې تړلي یو ښوونځي پرانېستل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۹ - ۱۳:۳۷

د کنړ ولایت دسرکانو ولسوالۍ د ګنجګل سیمې کې له تېرو څو کلونو راهیسې د تړلیو یو باب ښوونځي دروازه بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه
. دغه ښوونځي د کنړ د پوهنې ریاست او د سیمې د قومي مشرانو په هلو ځلو بېرته پرانېستل شوي ده. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد وايي، چې د سیمې د اوسېدونکو په هلو ځلو او غوښتنو یې ددغه ښوونځي بیا پرانېستي ته زمینه برابره کړې او هیله ښيي، چې له پرانېستو سره به یې له ښوونځي محرومو سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې شي. 
ښاغلی همدرد زیاتوي، چې پوهنې ریاست هڅه کوي د یادې ښوونځي زده کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او نورو درسي توکي هم برابر کړي، څو وکولای شي په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS