سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو ښوونځۍ جوړوي
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت او سیتا قاسمي تر مینځ د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت نجونو لپاره د یوه باب ښوونځي جوړولو تړون لاسلیک شو.
د دي تړون لاسلیک چې نن د زمري ۱۲ مه پوهنې وزارت کې تر سره شو، پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د سیتا قاسمي له لوري افغان ماشومانو ته د پوهنې ترانو اجراء کولو له ملاتړ څخه ستاینه وکړه او د افغانستان ماشومانو ښوونې او روزنې لپاره د وتلو څيرو د ډیرې پاملرنې غوښتونکۍ شو.
سیتا قاسمي د یاد تړون لاسلیکولو پر مهال ژمنه وکړه چې د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې په ګټه به د پوهنې وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې سیتا قاسمي د نجونو لپاره یاد ښوونځي به د ښوونې څخه په یوه محرومه سیمه کي، د ښوونځي څخه لري او بي برخو ماشومانو لپاره جوړ کړي.
