شاجوی کې شپې لېسه هم تاْسيس شوه
د زابل د پوهنې رياست په وړانديز او د پوهنې وزارت محترم مقام په منظوري شاجوی ولسوالۍ کې شپې لېسه فعاله شوه.
شپې لېسه هغه کسانو ته د زدکړې طلايي چانس برابروي چې زده کړې يې نیمګړې پاتې شوي وي.
په هغه غونډه چې له همدې امله جوړه شوي وه، دسيمي قومي مشرانو د پوهنې وزارت د مشرتابه او د زابل د پوهنې مسسوولینو څخه مننه وکړه، چې ددې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي د شاجوی د ولسونو همدا غوښتنه وه، چې د لته دي د شپې لېسه په فعاليت پيل وکړي، ترڅو په عمر مشران او هغه کسان چې د ورځې مصروفیت لري او له زده کړو څخه پاتي دې خپلې زده کړې تر سره کړي.
