غور ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۰
سشی

د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د نیليو لېسې او د سرشار لومړني ښوونځي د نویو ودانیو بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مخورو شخصیتونو په حضور کې د ټولټال ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د غور پوهنې مسوولینو د یادو ښوونځیو د ځانګړتیاوو په اړه وویل چې دغه ودانۍ به هره یوه شپږ درسي ټولګي، یو اداري خونه او تحویلخانه ولري.
د یادونې وړ ده چې د سیمې دوو اوسېدونکو (ښاغلي ضیاءالدین او سلیم‌شاه) ټولټال شاوخوا ۲۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه د یادې لېسې جوړولو لپاره وقف کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS