فراه کې د ښوونځیو زده کوونکو ترمینځ علمي سیالۍ تر سره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۳:۴۹
فراه کې د ښوونځیو زده کوونکو ترمینځ علمي سیالۍ تر سره شوه

پوهنې وزارت، فراه : فراه ولایت کې د ښوونځيو د منځنۍ دورې زده کوونکو ترمينځ د ( ساینس ځلانده ستورى) تر عنوان لاندې د ساینسي مضمونونو علمي سیالۍ تر سره شوه.

ياده آزموينه، چې د ښاري پوهنې آمريت لخوا په لاره اچول شوې وه، د ( ۹- ۷ ) ټولګیو ۲۲۶ زده کوونکو په کې ګډون کړى و.

د فراه پوهنې رئيس ښاغلي شيراني د یادې سيالۍ په پيل خوښي څرګنده کړه، او وې ويل،سالم رقابت، سالمه ټولنه رامينځته کوي او د ولسواليو د پوهنې چارواکو ته يې وويل، د پوهنې رياست تل د ولسواليو د پوهنې آمريتونو ته پاملرنه کړې او تل به يې ملاتړ وي، او د ولسواليو له آمريتونو غواړي چې د زده کوونکو د ذهني او فکري ودې لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS