لغمان مرکزي دارالمعلمین ته نوې رئیسه ور وپیژندل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۳:۲
لغمان مرکزي دارالمعلمین ته نوې رئیسه ور وپیژندل شوه

لغمان مرکزي دارالمعلمین نوې رئیسه سلسله ساپۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ددغې ادارې ښوونکو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوي وه د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب مرستیالې لیلا مرجان متین، دپوهنې رییس عبدالله حمیدی ، د ولایتي شورا غړو ، د یو شمیر ادارو مسوولینو، د دارالمعلمین ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ دې ولایت کې د پوهنې وضعیت په اړه معلومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
نوموړي وویل: (( بادپښ ولسوالۍ ته دې د حمایوي دارالمعلمین لپاره یوه څانګه فعاله شي او همدارنګه د نورو ولسوالیو دارالمعلمینونو لپاره دې عصري ودانۍ جوړیدو کې هم له دوی سره همکاري وشي)).
همدارنګه د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب مرستیالې لیلا مرجان متین د دارالمعلمین نوې رئیسې ته د مبارکۍ تر څنګه له هغې وغوښتل چې د ښوونکو د روزلو برخه کې دې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړې وویل، دا یوه ستره لاسته راوړنه ده چې یوه خور دلته د مسوولې په توګه دنده پیلوي. 
اغلې مرجان زیاته کړه: (( لغمان کې څلور حمایوي دارالمعلمینونه لرو چې تراوسه یې ۱۵۶۶ تنه ښوونکي فارغ کړي چې له ډلې یې ۲۸۷ ښځینه دي )).
نوموړې وایي، له ولایتي سفرو څخه مو موخه له ښوونکو او د پوهنې برخې مسوولینو سره له نږدې لیدل دي څو د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورو چې دا کار به د پوهنې برخې د لا زیات پرمختګ سبب شي. 
همدارنګه د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د دارالمعلمین نوې رئیسې ته د مبارکۍ تر څنګ وویل د ښوونکو د روزنې برخه کې دې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي نوې مسوولې ته د بشپړې همکارۍ د ډاډ تر څنګ وویل هڅه کوو چې خویندو ته په بېلا بېلو اداراتو کې د رهبرۍ تر کچې لا زیات کاري فرصتونه برابر کړو.
ښاغلي ننګ، د پوهنې وزارت له مرستیالې څخه مننه وکړه چې لغمان ولایت ته یې سفر کړی.
نوموړي همداراز له قومي مشرانو او د محصلینو له والدینو مننه وکړه چې د پوهنې برخې سره یې بشپړه او هر اړخیزه همکاري کړې.
په همدې حال کې نوې ټاکل شوې رئیسې سلسلې ساپۍ په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت رهبرۍ او ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د ښوونکو د مسلکي روزنې او نورو چارو د ګړندیتوب لپاره به خپلې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS