لغمان کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۱
5

د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ اړوند اندرور لېسې بیارغونې چارې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د زده‌کوونکو او ښوونکو د اړتیاوو پوره کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه، د یاد ښوونځي په ساحه کې د ۱۶۰ مترو په ژوروالي یو څاه هم کېندل شوی دی.
د یاد ښوونځي بیارغونې مالي لګښت د دوو تنو معارف دوستو شخصیتونو، حاجي عبدالوکيل رسولي او استاد محمد رسول طاهري له لوري ورکړل شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS