لغمان کې ۳۰ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۲:۳۴
لغمان کې ۳۰ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د لغمان د ښوونځیو ۳۰ ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست له خوا د مستوري د نجونو په لېسه کې د یونیسف موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی. 
په دې ورکشاپ کې   د لغمان د مرکز او قرغیو ولسوالي د اصول صنفی ۳۰ تنو ښځینه ښوونکو برخه اخېستې ده، چې د نویو او وروستیو تدریسي مېتودنو او لارو چارو په اړه به روزنه ورکړل شي.
د لغمان د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه یې زیات شمېر نارینه او ښځینه ښوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS