له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۳:۴۵
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

پروان:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج کرامت الله آخندزاده د پروان ولایت د پوهنې له رئیس مفتي محمد حسن حقاني سره یو ځای د دغه ولایت د خالد بن ولید له یتیم خانې څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د اسلامي زده کړو معین د دغه يتيم خانې د ښوونیز بهیر، د زده کوونکو له علمي سویې او د ليليې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او مسوولينو ته يې وويل: يتيمان د شهيدانو امانت دي، نو د هغوى روزنه زموږ د ټولو ديني او اسلامي دنده ده.."
سرپل:
په مزارشريف کې د تاج خصوصي پوهنتون مسوولينو د سرپل ولايت د پوهنې له رئيس مولوي محمد رحماني سره وکتل او د مجاهدينو، شهيدانو، معلولينو او مستحقو کورنيو لپاره يې د زده کړو په برخه کې تر ٦٠ سلنې پورې تخفيف واخیست.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې او پوهنه یې د هېواد له بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار وبلله.
کندهار:
د کندهار ولايت د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د سيرت النبي سيالۍ ترسره شوې.
د دې ولایت د ښار د څارنې آمر مولوي نعمت الله الفت د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د اسلام د ستر پیغمبر ص د ژوند او اخلاقو په اړه د نوي نسل د پوهاوي لوړول وبلل او زیاته یې کړه، چې د دې سیالیو لپاره به بېلابېلې ډالۍ او جایزې په پام کې نیول کېږي.
کابل:
د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شکرالله حیدر د خیراباد او نګهت سعیدي نجونو ښوونځي د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي د دې ولسوالۍ د يو شمېر سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو د تدريسي بهير څخه هم څارنه وکړه او له ښوونکو يې وغوښتل، چې ټولنې ته سالم او ژمن نسل وړاندې کړي.
په همدې اساس د احمد خان خصوصي ښوونځي د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې نوموړي ګډون وکړ او ټولو فارغینو ته یې مبارکي وویله او د لا بریاوو هیله یې ورته وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS