له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

کابل
د کابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یونیسف سیمه ییز دفتر له دې ادارې سره د ۳۶ خیمو مرسته وکړه.
په پلان کې ده، چې مرسته شوې خېمې به هغو ښوونځيو ته ورکړل شي، چې درسي خوني نه لري.
د کابل د پوهنې ريس مولوي احسان الله خطاب له دغو مرستو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: د کابل ښوونځي څه دپاسه ٧٠٠ خيمو ته اړتيا لري چې په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي .
بلخ
د بلخ ولایت د مرکزي جهادي مدرسې د ۱۱۰ تنو فاضلانو فراغت د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام د رهبري پلاوي، د پوهنې د رئیس او مشرتابه، علماوو او د سیمې د ګڼ شمېر خلکو په حضور کې ونمانځل شو.
د بلخ والي الحاج مولوي محمد داوود مزمل او د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري د وړاندې شويو پلانونو د عملي کېدو په اړه خوشبيني څرګنده کړه. او له خلکو يې وغوښتل چې د پوهنې له نظام سره همکاري وکړي.
ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت په مرکز کې د نجم الجهاد د نجونو له لېسې سره د ۲۰۰ میزونو او څوکیو مرسته وکړه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست رهبري پلاوي د مننې په ترڅ کې د نورو ښوونځیو لپاره د دغه راز مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
بلخ
د بلخ د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې د ريس مولوي عبدالجليل شهیدخېل تر څارنې لاندې جوړه شوه.
نوموړي په ښوونځیو او مدارسو کې د ښه تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو او د پوهنې آمریتونو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د پوهنې ریاست د رهبرۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ادارو کې له هر ډول بې نظمۍ څخه ډډه وکړي.
بلخ
مولوي فضل الرحمن بلخي د څارنې د آمر په توګه معرفي شو. د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د دغه آمریت د پخواني آمر توریالی مهمند د مهمو کارونو ستاينه وکړه او نوی آمر یې يو له تکړه عالمانو څخه وباله.
له مرکزي ادارې او د پوهنې آمریت له مسوولينو يې وغوښتل، ترڅو له نوموړي په هره برخه کې سره همکار واوسي.
همدارنګه په همدې ناسته کې سید صمیم سادات د بلخ د پوهنې ریاست د څارنې د غړي په توګه معرفي شو.