له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وایي: د دغه ولايت د پوهنې رياست د آقچې، خانقاه، مردیان او منګجیک ولسوالیو کې د ١٨٠ تنو ښوونکو لپاره د رياضي، کيميا، فزيک او بيولوژي مضامینو د مېتودونو په برخه کې پنځه ورځنى تدريسي روزنيز پروګرام جوړ کړ.
د ښاغلي جواد په وینا، د دې پروګرام په پیلولو سره دوی غواړي د ژمنیو رخصتیو په ګټې اخیستنې سره د خپلو ښوونکو علمي او مسلکي استعدادونو ته وده ورکړي .
سرپل:
د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د جوړولو کار بشپړ او د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو، د سیمه ییزو ادارو، علماوو او قومي مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادونې وړ ده، چې د دې مدرسې په جوړولو کې څه دپاسه یو میلیون او ٦٠٠ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د خلکو او د پوهنې رياست له خوا یې پیسې ورکول شوي دي.
لوګر:
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د ښوونځیو د مدیرانو او مسوولینو لپاره د کاري پلان د جوړولو او د فعالیتونو د راپور ورکولو په اړه دوه ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسوولينو له ګډونوالو وغوښتل چې د دغه دوه ورځني ښوونيز پروګرام له موادو څخه ښه ګټه پورته کړي.
خوست:
د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې لاندي ترکي لېسه، چې د بېلابېلو لاملونو له امله ويجاړ او له کاره لویدلی و، د يونيسف د سيمه ييزې ادارې له خوا بياځلې ورغول شو.
ننګرهار:
د Life موسسې په مالي او تخنیکي لګښت د بهسودو ولسوالۍ د هده لېسې د زده کوونکو لپاره د اوبو د زېرمه کولو او د اوبو رسولو سیستم فعال شو.
