له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۳:۳۶
ghjk

پنجشیر:
د پنجشير د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو د آمریت مسلکي غړي مولوي مطيع الله جواد د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ د عمر ابن الخطاب د دارالعلوم  له کلنۍ ازموينې څخه د ليدنې په وخت کې د دغه دارالعلوم له تدریسي او اداري چارو څخه هم لیدنه وکړه.
کندهار:
د OCCD موسسې مسوولینو د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمریت سره په همغږۍ د یاد ولایت د پوهنې د وضعیت د ښه والي په موخه غونډه وکړه.
په دې کتنه کې چې د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو او د خلکو استازو په کې ګډون کړی و، د پوهنې او همدارنګه د ښوونې او روزنې پر ارزښت یې خبرې وکړې او د یادې موسسې پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
سمنګان:
ملا حکمت الله حنفي د سمنګانو د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر او د ښوونیز څارنې له مسوولینو سره یو ځای د خواجه اسماعیل د هلکانو او د شهر قدیم د نجونو له لېسو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې نوموړي د اداري او تدریسي چارو تر څنګ د ازموینو پر روڼتیا هم ټینګار وکړ.
لوګر:
د IRC موسسې مسوولینو د لوګر ولایت د پوهنې له رئیس مولوي جنت ګل عزیز سره وکتل او د دوی د پروګرامونو په پلي کولو کې یې د دې ادارې د دوامداره مرستو له امله مننه وکړه.
له بلې خوا د لوګر د پوهنې رئیس د دې ادارې له مرستو د مننې په ترڅ کې له دوی وغوښتل چې د پوهنې د قوانینو په رڼا کې له دې دولتي ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د يو بل خبر له مخې:
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د IRC موسسې په مالي مرستو یې د دغه ولایت د ۱۷۰ ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار جوړ کړ.
د دوی په خبره، په دغه ۱۱ ورځني سمینار کې استادانو ته د کیفیت لوړونې په موخه د تدریس بېلابېل مېتودونه ور زده کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS