له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي شمس الله د دې ولسوالۍ د ښوونځيو له مديرانو سره د يوې غونډې په ترڅ کې له هغوى وغوښتل، چې د څلور نيم میاشتنیو ازموینو په پروسه کې روڼتیا په پام کې ونیسي او د زده کوونکو د استعدادونو په برخه کې جدي کار وکړي.
کاپیسا:
څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ د ښوونځیو مدیرانو او د ښوونځیو د شورا غړو ته د یونیسف د ولایتي دفتر له خوا جوړ شوی درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید او په پای کې یې پر ګډونوالو سندونه ووېشلې.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال استاد خان آغا هارون د يادې ادارې له مرستو مننه وکړه او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د دغه ورکشاپ له موادو څخه سمه ګټه پورته کړي.
لوګر:
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست غړو د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د ادارې د مسوولینو او کارکوونکو لپاره یو ښوونیز او د مېتودونو په برخه کې سیمینار جوړ کړ او کارکوونکو ته یې عملي او نظري روزنه ورکړه.
پکتیکا:
د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د يونيسف سيمه ييز دفتر د ١٤٠١ کال په اوږدو کې د ٨،٨ ميليونه افغانيو په لګښت د دې ولايت په ٨ ولسواليو کې یې ١١ ښوونځي بیارغولي دي.
د پکتيکا ولايت د پوهنې مسوولين په داسې حال کې چې د دې ولايت د پوهنې له مرستندویو ادارو او ولسونو له مرستو مننه کوي وايي: هڅه کوي چې د خلکو او بنسټونو په مرسته نور ښوونځي هم ورغوي.
نیمروز:
د شهید ګل محمد لېسې اداري غونډه جوړه شوه، چې په دې غونډه کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو لپاره د چمتووالي، د کتابونو او درسي ټولګیو د کمښت له امله د زده کوونکو پر ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
