له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
پنجشیر:
د پنجشير ولايت د پوهنې رييس الحاج مولوي مطيع الله جواد د دغه ولايت د مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو له آمرینو او مدیرانو سره وکتل او په دې ولايت کې يې د مدارسو د ښوونې او روزنې د لاسته راوړنو په باب خبرې وکړې او يادو ادارو ته يې لازمې لارښوونې ورکړې.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت د ۱۵ تنو کارکوونکو لپاره ښوونیز سیمینار چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې ریاست د روزونکي ټیم له خوا جوړ شوی و، د دې ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا دغه سیمینار ګډونوالو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسید.
کندز:
د کندز ولایت له کاساني مدرسې څخه ۱۲ تنه حافظان د قرانکریم له دورې څخه او ١٧ تنه عالمان د حدیثو له دورې څخه فارغ شول او د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د دیني عالمانو له خوا په ستاینلیکونو ونازول شول. د دغه ولایت د پوهنې ریاست رهبري فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د ټولنې په خدمت کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر مولوي عبدالصبور فريد د دغه ولايت د ۱۴۰۱ کال د مدارسو او دارالعلومونو د فارغانو د بايومټريک ازموينې له بهير څخه ليدنه وکړه او د کانکور ازموينې په بريالۍ ترسره کېدو کې يې د مرستو ژمنه وکړه.
هرات:
د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مرکزي څانګو څخه د لیدنې پر مهال د دغه ولایت د پوهنې ریاست د کارکوونکو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې دندې د صداقت او امانتدارۍ د اصولو په پام کې نیولو سره د پوهنې وزارت د مقرراتو او طرزالعملونو سره سم ترسره کړي.
