له ولایتونو د پوهنې خبرونو ته یوه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۵:۲۲
123

پنجشیر

دپنجشير ولايت دپوهنې رئيس مولوی غلام ايشان حماس د اسلامي زده کړو له آمر سره يوځاى دپوهنې وزارت دثانوي(منځنيو) مدارسو او دارالحفاظونو له لوی رئيس مولوي عبدالرزاق صديق سره وکتل او په دې ولایت کې يې د نویو تاسیس شویو محلي مدارسو او یتیم خانو تنظیم  په باب مشورې او نظرونه تبادله کړل .
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې پوهنې وزارت د دغه ولايت د مدارسو لپاره ١٦١ د ښوونکو بستونه ځانګړي کړي دي.

سمنګان

 د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، دره صوف بالا ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د پوهنې آمريت اداري او تدریسي څانګو او  یو شمېر ښوونځيو د څلور نیم میاشتنیو آزموینو ترسره کېدو څرنګوالی و ارزاوه.

بادغیس

د ا.ا.ا له ۵۰ تنو م/جاهدينو څخه د لسم او يوولسم ټولګيو د سويې تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
 د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي محب الله احسان د آزموينې له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې په رياست کې د ١٤٠٢ لمريز کال کانکور آزموينې لپاره د تنظيم کمېټې همغږۍ غونډه جوړه شوه.  
ياده کميټه چې د ولايت مقام،  پوهنې، لوړو زده کړو، استخباراتو او د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له استازو جوړه شوې وه، د دایکنډي ولایت په مرکز کې د کانکور آزموينې اخيستلو په بهير او بایومټریک پروسې د آسانتياؤ لپاره يې د مناسب ځاى په ټاکلو بحث او پرېکړې وکړې. 

لغمان

 د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مدېرانو سره د لیدنې پر مهال د اداري او تدریسي چارو د سمون او د فارغانو د پايلو جدولونو ترتيبولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS